انصار:( د تله ۲۲مه)، د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، له یو نیم میلیون څخه ډېر کسان په هېواد کې د سترګو د دید له ستونزو سره مخ دي.
د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د عرضې مرستیال حبیب الله اخندزاده د شنبې په ورځ د لید د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې خلک باید د سترګو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي:
« د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پربنسټ په افغانستان کې د نابینایۍ کچه ۱.۵فیصده ده، یعنې زموږ په هېواد کې ۶۰۰ زره کسان نابینا دي او شاوخوا ۲۵ زره کسان د مختلفو ناروغیو او ټپونو له کبله په خپله یوه سترګه کې دید له لاسه ورکوي. له یو نیم میلیون څخه ډېر زموږ هېوادوال د دید له خرابوالي سره ژوند کوي.»
د سترګو د روغتیایي پاملرنې د ملي همغږۍ د آمریت مشر ډاکټر آغا محمد عابد طوطاخېل وایي، د سترګو د دید خرابوالي مهم شپږ علتونه ۸۰فیصده د وقایې وړ دي:
«د سترګو پرده، د سترګو تورې اوبه، د وېټامین اې کموالی، ترخوما، د سترګو ضربه او انکسارخطا لوی علتونه دي چې ۶۰ فیصده یې د سترګې پرده جوړوي.»
د سترګو د درملنې ډاکټران بیا د دې برخې د ډاکټرانو او امکاناتو کموالی د سترګو د درملنې پر وړاندې یوه ستونزه بولي.
په کابل کې د نور روغتون مشر ډاکټر ظاهرګل ځدران له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي:
«د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړو چې په ولایتونو کې د سترګو د ډاکټرانو بستونه زیات کړي، په روغتونونو کې اکمال تخصص او د سترګو د درملنې د برخې د کارکوونکو د روزلو څانګې زیاتې کړي، زموږ لویه ستونزه په افغانستان کې د سترګو د نرسنګ او نورو برخو کې د ټرنینګونه نه لرو.»
خو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د عرضې مرستیال حبیب الله اخندزاده د دې ترڅنګ چې د سترګو د درملنې په برخه کې د نړیوالو همکاري غواړي، وایي چې په دې وروستیو کې یې د سترګو د درملنې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده:
«د عامې روغتیا وزارت د روان کال په تشکیل کې په ټولو ولایتي روغتونونو کې د سترګو متخصصین زیات کړل، په پکتیا کې مو د زون په کچه د سترګو د تخصص برخه چې ډاکټران به روزي هم زیاته کړه، تر څو په هغو سیمو کې چې تر اوسه دغو خدمتونو ته لاس رسی نه و، لاس رسی زیات شي.»
د لید نړیواله ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د اکټوبر میاشتې د دویمې اوونۍ په وروستیو کې نمانځل کېږي او سږ کال دا ورځ د کار په چاپیریال کې له خپلو سترګو سره مینه وکړئ» تر شعار لاندې ونمانځل شوه.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27738